الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو پروژه د پام وړ پرمختګ لري

 16110.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی، چې موخه یې د ترانسپورتي بنسټونو پراختیا او د کابل ښار په شمالي سیمه کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې کمول دي. تمه کېږي چې دا پروژه د روان کال په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا سړک چې«۳۶۴۷ »متره اوږدوالی او« ۲۷ »متره سور لري، د سرای شمالي له څلور لارې څخه پیل کېږي او د« ۱۱مې» او« ۱۷مې »ناحیې اړوندو سیمو کې تر سرکوتله رسېږي. د پروژې ودانیزي چارې د کابل ښاروالۍ، د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پر مخ وړل کېږي. د خیرخانې کوتل سړک، درېیمه برخه د یوه معیاري سړک ټولې ځانګړتیاوې لري؛ لکه د لښتیو، پلچکونو، پلیولارو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، د څراغونو، موازي پارکینګونو، د سړکو کرښې او د ترافیکي څراغونو نصبول شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو لپاره په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او د کابل ښار په شمالي برخه کې به د یوې منظمې او معیاري ترانسپورتي شبکې زمینه برابره شي