د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د خصوصي سکتور د استازو، د سیمې د مشرانو او یو شمېر ښارویانو په ګډون، د لسمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د اتصالات مخابراتي شرکت، د آریا ښارګوټي ساختماني شرکت، تنظیفي خدماتي شرکتونه او د لسمې ناحیې د ګذر وکیلانو د« ۴۰ »ټانکره اوبو په چمتو کولو کې همکاري وکړه. مولوي نورالوهاب نوري، د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحیې رئیس، له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: «د ونو او شنو ساحو ساتنه او اوبه ورکول یوازې د سرسبزۍ ریاست دنده نه ده؛ بلکې د ټولو ښاریانو ګډ مسئولیت دی. د ونو او نیالګیو خړوبول زموږ ملي او دیني وجیبه ده او په دې برخه کې باید غفلت ونه شي» ورپسې، حاجي احمدشاه الکوزي، د ګذر وکیلانو رئیس محمد اکرم ابراهیمي، د اتصالات شرکت استازي او د تنظیفي خدماتو شرکتونو استازي نجیبالله، ژمنه وکړه چې د شنو ساحو د اوبو لګولو او ساتنې په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. هغوی ټینګار وکړ چې شنې سیمې د انسانانو د روغتیا او د ژوند د ښه والي لپاره حیاتي رول لري.