الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نیالګیو ایښودلو او سمسورتیا په اړه د عامه پوهاوي کمپاین په لاره واچول شو

21 حوت 1397

 د نیالګیو ایښودلو کمپاین په لړ کې یکشنبه ورځ د ۱۳۹۷کال د کب میاشتي په ۱۷مه نیټه د کابل ښاروالۍ له لوري

د یوي غونډي په ترڅ کې د دریمې،شپږمې،اومې او دیارلسمي ناحیو د ګذر وکیلانو د شوراګانو غړو، ښځو او ځوانانو ته د عامه پوهاوي کمپاین په لاره واچول شو. په دي غونډه کې مسولانو د نیالګیو روزنې، په منظم ډول د اوبو ورکولو، د شنو سیمو ګټورتوب او د ژوند لپاره د خوندي چاپریال رامنځته کولو په اړه مالومات وړاندې کړل. هیله کیږي چې کابل درانه ښاریان د یوه نیالګي په ایښودلو، اوبو ورکولو او روزلو سره د ښار په وړاندې تر یوي کچي خپل دیني او ملي مسولیت ترسره کړي، ترڅو کابل ښار په یو زرغون او سمسور ښار بدل شي او د نن او سبا نسلونو لپاره د یو خوندي او هوسا ښار بڼه غوره کړي.