الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیوان بیګي او مهتاب قلعه تر منځ د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې

 16126.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست لخوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې له دیوان بیګي سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلونکي سړک د قیر کولو چارې پیل شوې. اوس مهال، د دې سړک (۷۰۰) متره برخه قیر کولو ته چمتو  شوې ده او په ورته وخت کې، د پاتې برخو په جوړولو هم کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۱۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۱،۵) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله د جوړولو چارې هم روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو ، پلیولارو، د بایسکل چلولو لیکو، او ګلدانونونه جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي،  چې د روان کال تر پایه  به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه سړک په جوړیدو سره به په کمپنې او برچي سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي