د دولسمې ناحیې په یوولسم، پنځلسم او درویشتم ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو درې پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میر الرحمن "ناصري" له خوا په داسې حال کې چې، د دولسمې ناحیې رئیس مولوي عثمان، سیمه ییز مشران او د یادو ګذرونو یو شمېر اوسیدونکي هم حاضر ؤ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ښاغلي ناصري په دې اړه وویل: په ۱۱م ګذر کې سړک ( ۴۶۵) متره اوږدوالی، ( ۷ ) متره سور، په (۱۵م) ګذر کې سړک (۵۴۰) متره اوږدوالی، ( ۸.۴) متره سور او په (۲۳م) ګذر کې سړک (۶۵۰) متره اوږدوالی او (۸ ) متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون جوړشوي دي. د دغو پروژو ټول لګښت (۲۱) ملیونه افغانۍ ؤ، چې د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په دریو میاشتو کې په اساسي توګه بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه: د یادو پروژو په بشپړیدو سره، د سیمو اوسیدونکو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس په وينا، کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې په راتلونکي کې به هم په بېلابېلو ناحیو کې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ ورته نورې پروژې ډیزاین او پلي کړي ترڅو د ټولو ښاریانو ستونزې حل شي. په ورته وخت کې، د یادو ګذرونو اوسیدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو خپله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې، دوی به د نويو جوړ شويو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د دغو پروژو له لارې، هره ورځ شاوخوا (۱۵۰) تنو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي ؤ