الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي

 16136.jpg (1820 × 1024)

د فیصل له ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي او ډېر ژر به قیرکولو ته چمتو شي. د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند د ګلباغ سړک دویمه برخه ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د جوړولو په چارو کې یې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او د ۱.۲ مترو په سور د یوه پلچک، لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي او تر اوسه یې ۳۵ سلنه چارې مخته تللې دي. د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک په څلورو برخو کې ډیزاین شوی دی او د لومړۍ او د دویمې برخې سربېره به یې ډېر ژر د درېیمې او څلورمې برخې کارونه هم رسماً پیل شي. دا سړک د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې هم رول لري