الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې او چهار قلعه چهاردهي سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې پیل شوې

 16145.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې او چهار قلعه چهاردهي سیمو ترمنځ د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو  لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې پیل شوې. ښاغلي یاسر د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: دا سړک ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی او چارې به یې د شپږو کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه: د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د تګ راتګ په برخه کې د سیمې اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي بلکې، د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې په اوږدو کې ۲۰۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي او د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي