الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

 16147.jpg (1820 × 1024)

د شلمې ناحیې اړوند د ګلباغ له پله څخه تر کابل- لوګر سړک پورې په ټولیزه توګه د ۷۷۳۶ مترو په اوږدوالي، د ۳۳ مترو په سور او د ۴۵۷ میلیونه ۹۳۹ زره ۸۳۰ افغانیو په ارزښت د ګلباغ سړک د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې رسماً د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: د ګلباغ سړک د کابل ښار یو له اقتصادي دهلیزونو څخه دی چې، د کابل لوېدیځه څنډه له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه چې، دا سړک په څلورو برخو کې ډیزاین شوی دی؛ د لومړۍ او دویمې برخې عملې چارې یې روانې دي او نن یې د درېیمې او څلورمې برخې کارونه عملاً پیل شول. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: د ډیزاین له مخې د ګلباغ سړک درېیمه برخه ۵۳۱۴ متره اوږدوالی او څلورمه برخه ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به یې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکو له دې لویې پروژې څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د دې پروژې په پلي کولو کې هر راز همکاري وکړي. د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو په پروژه کې ۳۸۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دی چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي