الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16149.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د شلمې ناحیې د ۱۳م ګذر اړوند د مشک عالم لېسې په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتیو په ګدون یې چارې تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې دی او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي. د دې پروژې په پلي کېدو کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي