
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د بت خاک ( ملالۍ) تر څلورلارې پورې د بګرامیو سړک د بیارغونې چارې روانې دي. دا سړک به د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توګه بیا ورغول شي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې د ښار په کچه هغه سړکونه چې بیارغونې ته اړتیا لري، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته په اساسي توګه بیا ورغوي او دا کار د عامه تاسیساتو د ساتنې په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی. د بګرامیو سړک ۶ کیلو متره برخه به په اساسي توګه بیا ورغول شي او په همدې توګه جدولونه به یې رنګ او په سړک به تازه کرښې واچول شي


