الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړونې د (۳) مهمو پروژو کاري پرمختګ و ارزول شو

 16162.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې، له کارته نو څخه تر قلعه زمان خان او پر دوام یې د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د سړک جوړونې پروژو کاري پرمختګ و ارزاوه. نوموړي ټینګار وکړ چې، د سړک جوړولو چارې دې په ښه کیفیت او چټکتیا ترسره او په پروژو کې باید معیاري ودانیز توکي وکارول شي. دغه راز ښاغلي سجستاني پر قراردادي شرکتونو ټینګار وکړ چې دقرار داد مطابق، یادې پروژې باید د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې سړک په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور، د کارته نو له سړک څخه تر قلعه زمان خان سیمې او پر دوام یې تر کابل- جلال آباد سړک پورې نښلوونکی سړک (۴۷۱۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په ګڼو سیمو کې ترافیکي ستونزې هوارې او  اقتصادي ودې ته به یې زمینه برابره شي