
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا، له خیرخانې کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته پیل شوې. دغه سړک چې، په پنځمه او اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري، د (۷۶۴۵) مترو په اوږدوالی او (۳۰) مترو په سور سره ډیزاین شوی ده. تر دې وړاندې د یاد سړک د (۷) کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي او اوس مهال یې د (۶۴۵) متره پاتې برخې قیر چارې روانې دي چې، تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به بشپړې او د ترافیکو په مخ به پرانیستل شي. د یاد سړک په اوږدو کې د غره د لمنې کېندلو د جوړولو چارې ټکنۍ کړې وې خو د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د کارکوونکو له خوا د غره لمنه هواره او قیر چارو ته چمتو شوه. د دې سړک په جوړېدو سره به له شمال څخه لوېدیځ او له لوېديځ څخه شمال ته تلونکو هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سرای شمالي په سیمه او د ښار په نورو مرکزي برخو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي


