
د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، د بنسټيزو برخو، کانال او لښتیو جوړول، هوارول او د جدولونو او ګلدانونو نصبول په بر کې نیسي په چټکۍ سره روانې دي. د دې سړک یوه فرعي لیکه د ۳۷۰۰ مترو په اوږدوالي او اصلي لیکه د ۲.۵ کیلو مترو په اوږدوالي قیر شوې ده او د پاتې برخو په جوړولو یې کار روان دی څو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. د سړک جوړونې دا لویه پروژه له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. همدا راز د یاد سړک په اوږدو کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي، ۳ مترو په سور او د ۲.۵ مترو په ژوروالي د مستان کانال هم د جوړولو په حال کې دی. د کابل- لوګر سړک د کابل په جنوب کې یو له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، د ترانزیت او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو هرڅه ژر د یاد سړک چارې بشپړې کړي


