الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي

 16187.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې اړوند د قلعه مسلم په سرآسیاب سیمه کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي. د سړک  جوړولو په دې پروژه کې چې، (۹۳۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه (۶۰) سلنه پرمخ تللې او په راتلونکې یوه نیمه میاشت کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړه شي. پخوا د دې سړک د خرابوالي له امله، د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.  پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده