الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له نوروز آباد څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

 16190.jpg (1820 × 1024)

 د دولسمې ناحیې اړوند د نوروز آباد( ایمل مومند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: دا سړک ۲۱۹۶ متره اوږدوالی او ۳۰ او ۴۰ متره سور لري چې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به یې چارې د ۱۲ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي. دا سړک د ورڅېرمه سیمو د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري. همدا راز د یا سړک په اوږدو کې ۸۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي