الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د گلباغ سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16194.jpg (1820 × 1024)

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ډېر ژر به یې قیر چارې هم پیل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري. په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.  په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د ګلباغ سړک د لومړۍ او دویمې برخې چارې چې، مخکې پیل شوې وې؛ ښه کاري پرمختګ لري او همدا راز د دې سړک د درېیمې او څلورمې برخې کارونه هم پیل شوي دي. د یادونې وړ ده چې، له دارالامان ماڼۍ څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د ګلباغ سړک په ټولیزه توګه ۱۳.۳۰۸ کیلو متره اوږدوالی لري او د کابل ښار یو له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي