
د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه چارې تېره شپه بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. څه موده وړاندې د یاد سړک ډیری برخه قیر چارې ترسره شوې وې، خو د ځینو خنډونو له امله یې پاتې چارې ځنډېلې وې چې، تر پاکولو وروسته یې تېره شپه قیر چارې ترسره شوې. هڅه کېږي چې، د یاد سړک دویمه طبقه قیر چارې هم ډېر ژر پیل شي. د دې سړک په جوپړېدو سره به په ورڅېرمه سیمو ترافیکي ستونزې هوارې او اقتصادي ودې ته به یې ښه زمینه برابره شي


