
د کابل ښاروالۍ لخوا د دولسمې ناحیې اړند د ۹۰ فامیلیو سیمې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم او پنځم نمبر فرعي سړکونو د جوړولو چارې د (۱۶) میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میر الرحمن "ناصري" په وینا، دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه ( ۱۱۷۵) متره اوږدوالی او (۱۰) متره سور لري، ټاکل شوې ده چې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره به د پلیولارو، ګلدانونو او لښتیو په ګډون په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړه شي. ښاغلي ناصري له ښاریانو وغوښتل چې، د دې پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړیدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې برابرې شي


