الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان سیمه کې د کانال او سړک جوړولو پروژې چارې ښه کاري پرمختګ لري

 16204.jpg (1820 × 1024)

د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د کانال او سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي، له ۹۰ سانتي مترو څخه تر ۱.۴ مترو پورې په سور سره د یوه کانال او د ۳۹۱ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د سردارمحمد داود خان روغتون مخې ته د یوه سړک جوړولو چارې شاملې دي چې،سړک پلې لارې، ګلدانونه، لښتي او څراغونه هم په بر کې نیسي. د یادونې وړ ده چې، مخکې په یاده سیمه کې د کانال د نشتون له امله اوبه سړکونو را ختلې چې، ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې وې. د دې کانال او سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د اوبو ډند کېدو او ترانسپورتي ستونزې تر ډېره هوارې شي