الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو لوېدیځ لوري ته د کمري سړک د جوړولو پروژې چارې روانې دي

 16206.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې لوېدیځ ته د کمري سړک د جوړولو پروژه چې، د یاد سړک په اوږدو کې د یوه لوی کانال جوړول هم په بر کې نیسي روانې دي او یو شمېر برخې به یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک ۲۵۸۶ متره اوږدوالی او ۳۱، ۲۶ او ۶.۵ متره سور لري چې، د بګرامیو د نساجۍ سیمه له کمري کلي سره نښلوي. د دې سړک په اوږدو کې د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او دوه مترو سور د یوه لوی کانال، د ۴.۴ مترو په اوږدوالي او د ۳ مترو په سور د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالي، ۲.۷ مترو په لوړوالي او له ۱.۹ څخه تر ۲.۱ مترو په سور د استنادي دېوال، لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پلان یوه مهمه پروژه چې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري