الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د پاتې برخو څخه د یوې بلې برخې قیر چارې هم پیل شوې

 16212.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د بادام باغ سړک له پاتې برخو څخه د یوې بلې برخې قیر چارې چې، (۷۸۰) متره  اوږدوالی لري، پیل شوې. دغه سړک چې، د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې (۳۲۸۹) متره اوږدوالی، (۲۰) او (۳۰) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د (۱۵۰۰) مترو په اوږدوالي برخه قیر شوې ده. د دې ترڅنګ، د یاد سړک د پاتې بنسټیزو برخو پر جوړولو کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د جوړولو په پروژه کې چې، د ښاري معیارونو مطابق جوړېږي، د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور جزئیات هم شامل دي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي