الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

 16217.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري چې، تر دې مهاله یې د جوړولو چارې (۸۰) سلنه مخته تللې دي او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو نصبول او نور جزئیات شامل دي. د دې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي