الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې دیوه سړک، څو فرعي کوڅو او یوه کانال جوړولو پروژې بشپړې شوې

 16221.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې په ۴۲م ګذر کې د فرعي کوڅو، په ۴۶م ګذر کې د فرعي سړک او په ۶۰م ګذر کې د کانال جوړولو چارې بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې د مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې، د یادې ناحیې په کچه به بېلابېلې ټولګټې پروژې طرحه او پلې شي ترڅو ښاري وضعیت لا ښه او ښاریان غوره ښاري خدمتونو ته لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه چې، مخکې د یادې سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره یې ډیری ستونزې هوارې شوې. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر په دې اړه وویل: په ۴۲م ګذر کې کوڅې (۷۷۴) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۴.۵) مترو پورې سور، په ۴۶م ګذر کې فرعي سړک (۷۶۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور او په ۶۰م ګذر کې کانال (۵۸۰) متره اوږدوالی، (۱.۲) متره ژوروالی او (۱) متر سور لري چې، په ټولیزه توګه د  (۲۷.۹ ) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۳ ) میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړ شوي دي.  د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو، سړک او کانال د ساتنې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. پاتې دې نه وي چې، د دغو پروژو له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه