الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې څه باندې ۶۰ سلنه پرمختګ لري

 16227.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې تر اوسه څه باندې (۶۰) سلنه مخته تللې دي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې ښي خواته د یوې لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. کابل ښاروالۍ او قراردادي شرکت هڅه کوي چې، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي