الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پُل سوخته څخه تر پُل سرخ پورې په نښلونکي سړک د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې

 16240.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د درېیمې او شپږمې ناحیو اړوند له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور په نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې چې، متصل، منقطع، پلیو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې پکې شاملې دي بشپړې شوې.  یاد سړک چې،  (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متره سور لري، د جوړولو چارې یې د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون وروستیو پړاونو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. تر دې وړاندې د دغه سړک په اوږدو کې د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور د یوه موټریز پله د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي. د دغې پروژې په بشپړېدو سره د برچي عمومي سړک، د کارته چهار (۳۰) متره سړک، د دواخانې ګولایي سړک او کوټه سنګي څلورلارې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شوې ده او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د ښار په کچه په ډیری سړکونو باندې د کرښو اچولو چارې روانې دي چې، دا کار د ترافیکي نظم او له پېښو څخه د مخنیوي په برخه کې له خورا اهمیت څخه برخمن دی. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، په رسم شویو کرښو موټر ونه چلوي؛ ځکه دا کار له قانون سره په ټکر دی او د کرښو د ژر پاکېدو لامل ګرځي