
د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، د روان لمریز کال په وري میاشت کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وې، تر دې دمه (۶۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې شي. دغه سړک چې، د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د لښتیو، استنادي دېوال، له( ۹) څخه تر (۱۲) مترو په اوږدوالي او له (۲) څخه تر (۴) مترو پورې په سور د (۱۶) پلچکونو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. څه موده وړاندې د یاد سړک (۵) کیلو متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یې (۲) کیلو متره نوره برخه هم قیر کولو ته چمتو شوې ده. دغه راز د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې یې هم روانې دي ترڅو هغه قیر کولو ته چمتو شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پغمان تفریحي سیمې ته تلونکو هېوادوالو او د څوارلسمې ناحیې اوسیدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمښت ومومي


