الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

 16245.jpg (1820 × 1024)

 د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د یوه اساسي موټریز پله په ګډون د سړک جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۷.۸۵) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره د یوه موټریز پله جوړول هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي او بله خوا به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي