الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۷م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16250.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پنځلسمې ناحیې د ۷م ګذر اړوند په خراسان ښارګوتي سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په اساسي توګه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۵۵۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۶ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون د کانکرېټ په بڼه د جوړېدو په حال کې دی. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو چاپېریالي او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي