الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په ۱۰م ګذر کې د پنځو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

 16253.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې په ۱۰م ګذر کې د (۷۶۰) مترو په اوږدوالي او له (۳) څخه تر(۴.۵) مترو پورې په سور د پنځو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې دلښتیو جوړول هم پکې شامل دي، تر اوسه (۳۰) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې نږدې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د دا ډول پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او اوس مهال په بېلابېلو ناحیو کې ورته نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي. د دغې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او ګڼو ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي