ښاریانو ته د مناسبو تفریحي ځایونو د رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د خیرخانې په درېیمه برخه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي او تر دې مهاله (۴۰) سلنه مخته تللې دي. دغه پارک چې، په (۱۰) زره متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوی دی، په هغه کې د احاطې، د پلیو لارو او د اوبو د زېرمې جوړول، د یوې څاه کېندل، د نیالګیو کېنول، د چمن کرل، د کثافات دانیو نصبول او ورزشي لوبغالی په پام کې نیول شوي دي. پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې چارې به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې شي