الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

غږیزه ککړتیا

16262.jpg (2500 × 1100)آ الکوزی

په ساده ټکو سره، غږیزه ککړتیا هغه لوړ او ناخوښه غږ دی چې، د انسانانو او حیواناتو په ژوند او ورځنیو فعالیتونو کې ګډوډي راولي او یا یې د ژوند توازن زیانمنوي.

غږیزه ککړتیا د چاپېریال له زیان رسونکو ککړتیاوو څخه ده ، نه یوازې د انسان د بدن روغتیا ته زیان رسوي، بلکې پر رواني سلامتیا  او د ژوند پر کیفیت هم ناوړه اغېز کوي.

سربېره پر انسانانو، دا ډول غږونه د حیواناتو پر ژوند او عادتونو هم بده اغېزه کوي، ځکه ځینې حیوانات لکه مرغان، حشرات او یو شمېر ژوي د ملګرتیا، له ګواښ څخه د خبرولو او له یو بل سره د اړیکو لپاره له غږ څخه ګټه اخلي.

د غږیزې ککړتیا لاملونه:

یو له مهمو عواملو څخه هغه چاپېریال دی چې، غږ پکې خپرېږي. د بېلګې په توګه، که په یوې غونډه کې د لوډسپیکر له لارې په لوړغږ خبرې کیږي، ممکن دا غږیزه ککړتیا ونه ګڼل شي، خو که همدا کړنه په استوګنیز ځای کې ترسره شي، د غږیزې ککړتیا له جملې څخه ګڼل کیږي. 

درې هغه نښې چې د ځورونکي غږ د پېژندلو لپاره ټاکل شوې په لاندې ډول دي:

- د غږ لوړوالی.

- د غږ د اورېدو موده.

- د غږ فریکونسي.

هغه غږونه چې ډېر لوړ وي لکه د هوایي ‌ډګرونو، لویو‌لارو یا صنعتي ماشینونو غږونه، تر ډېره زیانمن دي.

له بلې خوا، هغه غږونه چې کېدای شي ډېر لوړ نه وي، خو په لوړه فریکونسۍ او په دوامداره ډول اورېدل کېږي، هم په همهاغه کچه ناخوښ وي، لکه د یوه امبولانس آلارم.

د غږیزې ککړتیا معیار: 

د غږ د کچې اندازه د ډیسیبل په واحد کې سنجول کېږي، خو دا کچه ثابته نه ده او بېلابېلې ادارې بېلابېل معیارونه وړاندې کوي.

دغه کچه د انسان د زغم، د چاپېریال او وخت په شرایطو پورې اړه لري.

په ټوله کې هغه غږونه چې، له « ۷۰ » ډیسیبله پورته وي د انسان د روغتیا لپاره زیانمن ګڼل کېږي او که څوک د ډېر وخت لپاره دا غږونه واوري، د اورېدلو د قوې له کمښت، اضطراب او له نورو رواني او بدني ستونزو سره مخ کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان  وايي چې، د ورځې په اوږدو کې د استوګنیزو سیمو لپاره د غږ منځنۍ کچه « ۵۵ » ډیسیبله کېدای شي او تر« ۶۵ » ډیسیبله پورې د زغملو وړ ده.

همدارنګه د امریکا د چاپېریال ساتنې اداره  سپارښتنه کوي چې، د ورځې په اوږدو کې غږونه باید له « ۵۵ » ډیسیبله او د شپې له خوا له «۴۵ » ډیسیبله زیات نه وي.

د غږیزې ککړتیا ډولونه:

له صنعت او ټکنالوژۍ سره سم د غږیزې ککړتیا سرچینې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.

دلته د غږیزې ککړتیا څو اصلي ډولونه درپېژنو:

صنعتي فعالیتونه:

د تولید او کان کېندنې په څېر صنعتونه چې له درنو ماشینونو کار اخلي، د لوړو غږونو سرچینې دي.

د کور وسایل:

د برقي جارو او د جامو مینځلو‌ماشین په څېر وسایل کېدای شي د اوږدې مودې په کارولو سره زیانمن غږونه تولید کړي.

ټرانسپورټ:

د ټولـو تـرانسپورتي وسایطو غږونه په ښاري او نیمه ‌ښاري سیمو کې د غږیزې ککړتیا ستره سرچینه ده.

آزاده فضأ کې محفلونه:

ورزشي لوبې او نورې نندارې کولای شي د شاوخوا اوسېدونکو او حیواناتو لپاره ستونزې جوړې کړي.

طبیعي پېښې:

تندر، توپان او زلزله کله نا کله ډېر لوړ غږونه تولیدوي چې د انسانانو لپاره زیان رسونکي وي.

سوداګریز او تفریحي ځایونه:

پارکونه، رستورانتونه او د ګڼې‌ګوڼې ځایونه د ککړتیا سرچینې دي.

ودانیزې چارې او فعالیتونه:

کیندنې، چکش، مارتول او اره کول په ځانګړي ډول په استوګنیزو سیمو کې لوړغږونه تولیدوي.

د بیړنیو خدمتونو وسایط:

د پـولیســو، اور وژونکــو او امبولانسونو آلارمونه لوړ غږونه لري چې د اوږدې مودې تکرار یې زیان رسوي.

طبیعي غږونه:

د طبیعت ځینې غږونه لکه د باران، اوبو، سمندر او آبشارونو، نه یوازې سـتونزمن او ککـړونکي غږونه نه دي، بلکې معمولاً د آرامۍ او سکون غږونو ګڼل کیږي خو د طبیعت غږونه ټول آرام بخښوونکي نه دي.

د بی بی سي د پښتو څانګې د معلوماتو له مخې، هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري او د میلیونو کسانو د اورېدو توان کمېږي.

نو راشئ چې په خپلو سیمو کې د غږیزې ککړتیا مخنیوي وکړو ځکه غږیزه ککړتیا د انسانانو او حیواناتو د مرګ ژوبلې لامل کیږي.