الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قطریانو ښارګوتي سویل لوري ته د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

 16271.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه د پنځمې ناحیې اړوند د سیلو له سړک څخه د پنځمې ناحیې تر درې لارې پورې د قطریانو ښارګوټي سویل لوري ته د سړک جوړولو او پراختیا چارې ښه کاري پرمختګ لري او تر دې دمه ۳۰ سلنه مخته تللې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۴۷۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو او پلیولارو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده چارې یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران له دې پروژې څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو  یاده پروژه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د خوشحال خان مېنې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي