
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې د(۹۸۹) مترو په اوږدوالي او (۵) مترو په سور د (۸) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې دلښتیو جوړول هم پکې شامل دي، تر اوسه (۷۵) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د دا ډول پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او اوس مهال په بېلابېلو ناحیو کې ورته نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي. د دغې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او ګڼو ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي


