
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د ۴م ګذر اړوند په حسین خیلو سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۷۵۴ ) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به د (۳ ) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


