الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16292.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، کېندنې، خاورې لېږدول، هوارول، د استنادي دېوال او لښتیو جوړول او د خنډونو پاکول په بر کې نیسي روانې دي. دا سړک ۶۵۴ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د بره کي څلورلارې بدیل سړک ګڼل کېږي او په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د سړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو او پلیو لارو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د سړکونو په جوړولو او پراختیا سره کابل ښار په یوه پرمختللي او منظم ښار بدل کړي او په دې برخه کې ګړندۍ هڅې روانې دي