
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهاب قلعه پورې د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله په ګډون د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۶۵ سلنه مخته تللې دي. دا سړک ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د ۲۱،۵ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله جوړول هم شامل دي. همدا راز په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم په پلان کې نیول شوي دي. یاد سړک د کمپنۍ او برچي سیمو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لري چې، په جوړېدو سره به یې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي


