الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي

 16296.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري. څه موده وړاندې د یاد سړک کیڼ اړخ ته لیکې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. ورته مهال د دې سړک د پاتې برخو دجوړولو چارې روانې دي ترڅو هرڅه ژر هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د خیرخانې کوتل سړک د کابل ښار یو مهمو اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، کابل د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي او د ترانزیټ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري