الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د برچي- امید سبز ښارګوټي د نوي نښلوونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

 16300.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي عمومي سړک په اوږدو کې له نقاش حمام سیمې څخه تر امید سبز ښارګوټي پورې د نوي نښلوونکي سړک پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. دا سړک ۳ کیلو متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، چارې به یې په اساسي توګه د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د سړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول،کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. همدا راز د دې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي څو چارې یې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.  د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې یو شمېر ملکیتونه تر استملاک لاندې چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي