الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له محبس څلور لارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د نوي سړک قیر چارې پیل شوې

 16308.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د دولسمې ناحیې اړوند له محبس څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د (۱۲۷۰) په اوږدوالي او د (۳۰ ) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د یوې برخې قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې په ټوله کې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی او (۲۴، ۳۰، او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو ، پلیولارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، څراغونو او ترافیکي نښو په ګډون په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی. ورته مهال د یاد سړک د پاتې بنسټیزو برخو پر جوړولو هم کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران په دوامداره توګه له ټولو کاري پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي