الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر پُل ارتل پورې د سړک جوړولو چارې ۵۵ سلنه مخته تللې دي

 16312.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر پُل آرتل پورې د ۱۰۴۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۸ مترو په سور سره د سړک جوړولو او پراختیا چارې ښه کاري پرمختګ لري او تر دې دمه ۵۵ سلنه مخته تللې دي. اوس مهال په دې پروژه کې د غره د لمنې د کیندلو ، خاورې لېږدولو، هوارولو، د لښتیو جوړولو او د پاتې خنډونو د پاکولو چارې تر لاس لاندې دي. همدا راز د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوال او ګلدانونو جوړول، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د قرارداد له مخې به یې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ښار په مرکزي برخو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د سیمو پرمختګ او اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي