الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل او قرغې سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې بشپړې شوې

 16317.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل او قرغې سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې بشپړې شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ د یاد سړک قیر چارې تر فني او تخنیکي څارنو لاندې په ښه کیفیت ترسره شوې او ډېر ژر به دا سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دغه سړک چې، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره سور لري، د جوړولو چارې یې څه باندې (۹۵) سلنه مخته تللې دي او د نورو جزئیاتو د کار تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل د شمال او لوېدیځ زون اوسېدونکو  ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي