الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه تر امنیت ښارګوټي پورې په سړک د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې

 16319.jpg (1820 × 1024)

 د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوټي تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې چې، متصل، منقطع، د پلیو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې پکې شاملې دي بشپړې شوې. په سړک د کرښو اچول د ښاري ښکلا د رامنځته کولو سربېره د ترافیکي نظم په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۷۲۸ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د ۷۵۰ مترو په اوږدوالي، یو متر سور او ۱.۳ مترو په ژوروالي د یوه کانال جوړول هم شامل دي. د دې سړک چارې وروستيو پړاونو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، په رسم شویو کرښو موټر ونه چلوي؛ ځکه دا کار له قانون سره په ټکر دی او د کرښو د ژر پاکېدو لامل ګرځي