الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16332.jpg (1820 × 1024)

د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. یاد  سړک چې، ( ۳۰۹۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري د (۱۹) زره متر مکعب په اندازه استنادي دیوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړوېدو په حال کې دی چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د کارته نو او قلعه زمان خان اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي