د دولسمې ناحیې اړوند د نوروز آباد ( ایمل مومند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دسړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۲۱۹۶) متره اوږدوالی، (۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک ټولې برخې شاملې دي او اوس مهال د یاد سړک د جوړېدو پر وړاندې د خنډونو پاکولو، سبک ګریډ او لښتیو په جوړلو کار روان دی. دا سړک د ورڅېرمه سیمو د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري