الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کلوله پشته سیمې څلورم سړک له څو کلونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

 16348.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار په کچه له خنډونو څخه د سړکونو د پاکولو پر دوام، دا ځل د څلورمې ناحیې اړوند د کلوله پشتې سیمې څلورم سړک له کانکریټي خنډونو پاک شو. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني په دې اړه وویل: دغه سړک په تېره اداره کې د یو شمېر موسسو له خوا په بېلابېلو پلمو په کانکرېټي دېوالونو بند شوی ؤ چې، اوس مهال په بشپړه توګه له خنډونو پاک او د ښاریانو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو. د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له دې اقدام خوښي وښوده او ویې ویل چې، مخکې د یاد سړک د بندوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ چې، د دې سړک په پرانیستو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې کابل ښاروالۍ د ښار په کچه سلګونه سړکونه او کوڅې له خنډونو پاکې کړې دي چې، دا کار د ښاریانو له تود هر کلي سره مل ؤ