په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د ستانکزي له څلور لارې څخه د بګرامیو تر سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې روانې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیر محمد شریف فورملي وویل: د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۲۵۳۱) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د پلیولارو، ګلدانونو، پلچکونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، دڅراغونو او ترافیکي نښو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم په پام کې نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، د کیندلو ، د یو شمېر برخو د ډکولو، د خنډونو پاکولو او د جدولونو د نصبولو چارې په عملي توګه روانې دي او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې یې قیر چارې پیل شي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د سړک جوړولو او نورو زیربنایي پروژو په پلي کولو سره د کابل ښار اقتصادي ودې او د ماسټر پلان مطابق ښاریانو ته ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته کړي