الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۱۵ م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16352.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۱۵ م ګذر اړوند د قلعه بابو او قلعه امیر په سیمو کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۱۳۲۵)  متره اوږدوالی او له ( ۳.۵ څخه تر ۵) مترو پورې سور لري، د (۲۸۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال، دوه پلچکونو او لښتیو جوړول هم شامل دي او چارې به یې تر راتلونکو دوه ورځو پورې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده