الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قلعه زمان خان څخه تر کابل-جلال آباد سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې دوام لري

 16355.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیه اړوند له قلعه زمان خان سیمې څخه تر کابل-جلال آباد سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې دوام لري. دغه سړک چې، په دوه لیکو کې قلعه زمان خان سیمه د کابل- جلال آباد سړک سره نښلوي، د (۱۶۴۵) مترو په اوږدوالي او ( ۳۰) مترو سور سره، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د څراغونو نصبولو په ګډون دجوړېدو په حال کې دی. اوس مهال، د دې سړک د بنسټیزو برخو په جوړولو کار روان دی او په راتلونکو ورځو کې به قیر کولو ته چمتو شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د ( ۲۰۱) مترو په اوږدوالي، (۱.۵) مترو په سور او ژوروالي سره د اوبو یوه کانال، د (۱۷،۳۱ او ۴۵) مترو په اوږدوالی او له (۱ څخه تر ۱.۵) مترو په سور د دریو پلچکونو او همدارنګه د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې او نورو روانو پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو د کار کیفیت تضمین او پروژې په ټاکلي وخت بشپړې شي. د دې مهم سړک په جوړیدو سره به د ترانسپورتي ستونزو د حل سربیره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په دې سیمه کې به د اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.