الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16364.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي. د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل چې، د یاد سړک بنسټيزې چارې ښه کاري پرمختګ لري او ډېر ژر به یې قیر چارې ترسره شي. نوموړي دا دوه سړکونه د دیارلسمې ناحیې د اقتصادي ودې په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې، د دې سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې نوی سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې سړک ۱۱۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰متره سور لري. په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور جزئیات هم شامل دي