الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بره کي څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي

 16366.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې (۴۰) سلنه مخته تللې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولانو په وینا؛ د ترافیک څلورلارې له لوري د یاد سړک د پایو( ستنو) د جوړولو او د سیمې د کیندنو چارې بشپړې شوې دي او د نادریې لېسې د څلورلارې له لوري یې د پایو(ستنو) د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی. دغه لویه پروژه دوه برخې لري چې، لومړۍ برخه یې د نادریې لېسې او ترافیک څلورلارو ترمنځ، د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، (۲۱) مترو په سور او (۵.۵ ) مترو په ژوروالي سره ترځمکې لاندې سړک جوړول دي چې، ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې یې د جوړولو چارې بشپړې شي. همدا راز د دې پروژې دویمه برخه له دهن باغ څخه د پروان دو سیمې په لور د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، (۲۱) مترو په سور او د (۵.۵)  مترو په لوړوالي سره د هوايي پله جوړول دي چې، د جوړولو چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي. دغه پروژه په بره کې څلورلارې او ورڅېرمه سیمو کې د ترافیکي ستونزو د حل او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري